د عباس ستانکزي له لورې د ولسمشرغني د استعفاء غوښتنه؛ طالبان ولې وارخطا دي؟
اول، د ټرمپ له ناکامۍ او کورته تګ،
دویم، د امریکا د نوي حکومت لخوا دا اعلان چې د دوحیې تړون بیا ارزوي،
درېیم، ولسمشر غني سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تلیفوني مکالمه او په هغه کې د افغانستان حکومت او ولسمشر ته درناوی او د قوي همکار او مسوول متحد تر کچې اهمیت ورکول.
څلورم، د امریکا د دفاع وزارت اعلامیه چې طالبانو ته یې وریاده کړې ده چې د وحیې تړون څخه یې سر غړولی دی او لا یې هم القاعدې سره رابطه ساتلې.
پنځم، د اوسني نظام په دننه کې د پاکستان، طالبانو او موقت پلوه سیاستوالو لکه زاخیلوال، حکمتیار، کرزی، خلیلي او عطا نورو شکست.
د او دې ته ورته ځینو نورو موضوعاتو د طالبانو د اسلامي تحریک رهبري تر سخت رواني فشار لاندې راوستې. طالب مشرانو د ټرمپ له شکست وروسته د داسې ورځې وړاندوینه کړې وه، اوس د مذاکرې پر میز د خبرو لپاره څه نلري. د دوی ویاند نعیم وردګ اعلان کړی و چې د جنورۍ په پنځمه به د افغانستان مذاکراتي پلاوي سره مذاکره پیلوي، خو پاکستان تر لسوزیاتو ورځو پورې د دوی مشرتابه ته اجازه نه ورکوله چې قطر ته سفر وکړي او کله یې چې سفر وکړ، نو بیا هم مذاکرې ته حاضر نشول او په یو او بله پلمه یې مذاکرات ځنډول. اخر د ایران او روسیې په دوره راووتل. په دې ځنډ او خنډ جوړولو کې دوی ممکن دوه هدفه تعقیبول.
اول، امریکا ته ښکاروي چې موږ نور متحدین پیدا کولای او که له موافقې وتلی نور خریداران هم پيدا کولای شو.
دویم، د جنګ په میدان کې خپلو سرتېرو ته ډاډ ورکول چې ګنې دا دی، هسې چې دا خلک وايي قطر کې یې یوازې ډوډۍ ته ندي، اړولي مسکو او ایران او په دنیا ګرځي او د جنګ د دوام لپاره ور څخه ښه امکانات ترلاسه کوي.
دغه وضعیت ته په کتو ویلی شو چې طالبان له رواني پلوه له بد حالته تېریږي. د دوی د جهاد داعیه په نړیواله سطحه تر سوال لاندې راغله، نسبي مشروعیت یې هم له لاسه ورکړ. پخوا د دوی د افغانستان دولت په رسمیت نه پيژنده او ویل یې موږ یوازې امریکا پيژنو، کله چې امریکا ورسره ډيل وکړ، ګوري چې د ځمکې په سر امریکا نه ده، یو دولت دی، پارلمان لري، امنیتی ځواکونه لري، حکومت لري چې خلکو رایه ورکړې ده او دا بیا قوانین لري او نړیوال ملګري لري او دا منظم مذاکراتي ټیم لري او د اختلاف سره سره زموږ مقابل کې د جمهوریت صف کې ولاړ دي. دوی چې دا هر څه ویني د دوحیې د تړون پر مهال یې د الله اکبر ناري او د فتحې شعارونه ور یاد شي چې هسې هوا یوړل.
کابل کې یې هم متحد سیاسیون تر فشار لاندې دي او هره ورځ یې زور اوبه کېږی او چغې یې خيژي، نو مجبور شول، هغه خبره چې مخکې به یې په کرزي، عطانور او زاخیلوال کوله، خپله عباس ستانکزي وکړه او ویل یې که غني لري شي موږ جدید اسلامي حکومت کې دې نورو سره کار کولای شو.
دا وروستی کارتوس یې هم وکارولو، اوس وګورو چې د ملت له څه ډول غبرګون سره مخ کېږي.
ښه داسې فکر وکړه چې ولسمشر غنی له واکه لرې شو، بیا د ملت لپاره څه برنامه لری، بیا به وطن په کومه خوا ځي او ولې او د څه لپاره لري شي، که غني دې حریف وي او داسې حریف چې په زور یې نشي چپه کولای چې د یو لوی نظام په سر کې ناست دی او دا نظام هم ستا په ضد دی او ته د نظام په ضد یې نو ته له غني علاوه دغه نظام او دغه خلکو سره څه کوې او څه برنامه ورته لرې او ایا د شلو کالو جنګ او هره ورځ وژنو وروسته هم تمه لرې چې خلک دې په اوږو کینوي. ایا د غنی له استعفا وروسته ته جمهوریت، ډموکراسي، د بشر حقونه، انتخابات، د اقلیتونو حقونه او مدني ازادۍ او خپلواک افغانستان چې اساسي قانون ولري منې؟ چې خلک درسره ودرېږي؟ ایا د دې هر څه ضمانت شته؟
زه فکر کوم د امریکا له خوا طالبانو ته د لوی سیاسي سټیج ورکولو او سیاسي فرصت ورکولو وروسته دا د دوی د نزول دوره ده، ځکه دوی له دغه فرصت سمه استفاده ونکړه اوس مخ په ښکته روان دي اوس غواړي د ولسمشر غني د استعفا او له واکه لرې کېدو ورستی کارتوس استعمال کړي ځکه نور په چانټه کې څه نه لري او هغه یې هم وډزولو.
ولسمشر غني اوس د یو قانوني دولت مشر دی او تر شا یې په لکونه وسله وال پوځ، ولس او سیستم ولاړ دی، په دغه سیستم کې به څوک ور څخه خفه او څوک خوشاله وي، خو خپل حق به ور څخه په ډموکراټیک ډول غواړي، خو دا خلک هغه فلم بیا نه ګوري چې یو ځل یې د نجیب په وخت کې لیدلی دی.
لیکوال: خوشال خلیل